زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2024/08/08 - 07:27:2
زيارة: 235
مشاركة مع الـأصدقاء

ایران طالبانو ته: د ایراني دیپلوماتانو وژونکي ومومي
 ایران طالبانو ته: د ایراني دیپلوماتانو وژونکي ومومي

انصار: (د زمري ۱۸ مه)، د تهران ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت له افغان سرپرست حکومت څخه وغوښتل چې د ۱۹۹۸ کال د اګست په اتمه په مزارشریف کې د ایراني ډیپلوماتانو او یوه خبریال د وژنې په اړه د خپلو تحقیقاتو موندنې په ښکاره ډول اعلان کړي او دا یقیني کړي چې د دې پېښې له مسوولانو سره حساب کېږي.

ایرانی خبریال محمود سارمي د ایران پر جنرال قونسلګرۍ د برید پر مهال د اتو ډیپلوماتانو تر څنګ ووژل شو.

 دا برید په داسې حال کې وشو چې د طالبانو پوځی ځواکونو تازه د افغانستان په شمال کې د مزارشریف ستراتیژیک ښار ونیوه او د احمدشاه مسعود په مشرۍ له شمال ټلوالې سره یې د سړکونو پر سر جګړه روانه وه.

د دې پېښې له کبله نژدې و چې ایران پر افغانستان یرغل وکړي خو یو شمېر ایراني چارواکو له غچ اخیستونکي اقدام سره مخالفت وکړ.

د ایران د باندنیو چارو وزارت په ایران کې د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې په مزارشریف ښار کې د ایران پر قونسلګرۍ برید او په نتیجه کې یې د ایراني دیپلوماتانو او خبریال وژنه د ملګروملتو د امنیت شورا د ۱۲۶۷ پرېکړه لیک پر اساس د نړیوالو قوانینو څرګنده سرغړونه ده.

دغه وزارت د عدالت غوښتلو په برخه کې پر خپله ژمنتیا ټینګار کړی او ویلي: موږ حق لرو چې د دې دردناکه تروریستي عمل مختلف اړخونه تعقیب کړو او د ایران ملت او غمجنو کورنیو ته ځواب ووایو.

په اعلامیه کې پر افغان چارواکو یو ځل بیا غږ شوی او ورڅخه غوښتل شوي چې د دې جرم د عاملانو په اړه د خپلو تحقیقاتو پایلې اعلان کړي او هغوی ته سزا ورکړي.

په ۱۹۹۸ م کال کې په داسي حال کې چې طالبانو په جوزجان کې د شمال ټلوالې مخکینۍ جبهې ماتې کړې وې، مخکې تر دې چې مزارشریف ښار په بشپړ ډول ونیسي، یو شمېر وسله وال، چې په دغه ښار کې د ایران قونسلګري ورمعلومه وه، پر قونسلګري برید وکړ او ایراني دیپلوماتان یې سمدستي ووژل.

که څه هم ایران د شمال ټلوالې ملاتړ کاوه او له طالبانو سره یې دښمني پاللله خو دا قضیه تر ډېره په ۱۹۹۶ کې د کابل د نیولو په مهال د ملګروملتو پر دفتر حملې ته ورته وه چې طالبانو لا کابل په بشپړ ډول تر کنټرول لاندې راوستی نه و خو یو شمېر کسان د ملګروملتو دفتر ته ننوتل او پخوانی ولسمشر نجیب الله او د هغه ورور یې په خورا بې رحمۍ وواژه.

طالبانو نه د ایراني دیپلوماتانو او نه هم د نجیب الله د وژنې د عاملانو په اړه تراوسه څه ویلي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32881






*
*

*



قرأ

د سوریی په نښتو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي


حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي


د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم